د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ګردېز کې د ډاکتر نجیب الله تلین ونمانځل شو

ګردېز کې د ډاکتر نجیب الله تلین ونمانځل شو

Sep 27, 2017 - 16:51

ګردېز (پژواک، ٥ تله ٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې ولايتي شورا، قومي مخورو او د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو ګڼو ځوانانو د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب الله يوويشتم تلين ونمانځه.

دوی ډاکتر نجيب د ډيورنډ کرښې د نه لاسليک قرباني او هېوادنيو ګټو ته ژمن مشر ياد کړ او له حکومته يې په کلکه غوښتنه وکړه چې د نوموړي ياد او تلين دې په رسمي مراسمو ونمانځي.

ګډونوالو وويل چې د پخواني ولسمشر نجیب د وژنې قضيه نړيواله ده او له ملګرو ملتونو يې وغوښتل چې د نوموړي د وژلو عاملين پيدا او په نړيواله محکمه کې يې محاکمه کړي.

دوی بيا هم د پخواني ولسمشر نجيب الله په نوم د يو پوهنتون او څلورلارو نومولو غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې پخواني جنرال اخترګل احمدزي وويل چې د هېواد د حالاتو په اړه د نجيب ټولې وړاندوينې پر واقعيت بدلې شوې.

هغه وايي، سره له دې چې هغه مهال يې وسله والې ډلې سولې ته رابللې، خو هغوی د نورو په لارښوونه او مداخله جګړې ته دوام ورکړ چې له امله يې افغانستان لا هم د ګڼو ستونزو په ګرداب کې دی.

احمدزی وايي چې په هېواد کې له هغه مهاله د اسلام په نوم پيل شوې د ګاونډيو او لرو هېوادونو د ګټو پر اساس د افغانانو او اسلام د تضعيف جګړه روانه ده او له وسله والو ډلو غواړي چې واقعيتونه درک کړي او سوله وکړي.

دی وايي: ((د نجيب الله  سياست او فعاليت اسلامي، انساني او افغاني و، نوموړي د سولې او ورورولۍ ډېرې چيغې وکړې، هغه څه چې اوس يې خلک غواړي، شهيد نجيب د هېواد د سوکالۍ لپاره ډېر مخکې کار ورته کاوه.))

دغه راز په دې غونډه کې د سياسي چارو کارپوه سميع الله احمدزي وويل چې ډاکتر نجيب د وخت د حالاتو، جګړې او راتلونکو ناورينونو په اړه په ډېر څه پوهېده او د يوه څو اړخيز او منظم پلان له مخې وژل شوی دی.

احمدزی وايي نجيب يو فکر دی او ځوان کهول به يې د وطنپالنې او او وطن ساتنې فکر ته دوام ورکوي.

دی له حکومته غواړي چې د ولسمشر نجيب مقبره، شاوخوا او مقبرې ته ورغلی سړک جوړ او خلکو ته يې د ورتلو او زيارت زمينه برابره کړي.

ده وويل: ((شهيد نجيب د ډېورنډ کرښې قرباني شو، خو بدبختانه دولت د نوموړي د وژنې مبهمې پېښې ته هېڅ پام نه دی کړی او کيسه يې هماغسې مبهمه پاتې ده.))

دغه راز د ولايتي شورا غړی محمدالرحمن قادري د ملګرو ملتونو دفتر د ولسمشر ډاکتر نجيب الله په وژنه کې پړ وباله او ويې ويل چې ياد سازمان مسوول دی چې د نوموړي څو کتابچې يادښتونه پيدا او افغان دولت ته يې وسپاري.

قادري وويل چې د ملګرو ملتونو سازمان سره ښايي هغه اسناد شتون ولري چې له ډاکتر نجیب سره وو.

دی وايي: ((د شهيد نجيب مېرمن خپله وايي چې له ده سره خپل يادښتونه و او ان چې له يوې کوټې به بلې ته هم ته، له ځان سره به يې وړل؛ خو کله چې د ملګرو ملتونو له دفتره واېستل شو او شهيد شو، نو له هغه وروسته يې د مېرمن په خبره يادښتونه ګاونډي پاکستان ته لېږدېدلي او بيا ورک شوي دي.))

پخوانی ولسمشر مرحوم ډاکتر نجيب الله له نن څخه یوويشت کاله وړاندې په کابل کې د وسله والو طالبانو د واکمنۍ په لومړيو ورځو کې له خپل ورور جنرال شاپور احمدزي سره يو ځای ووژل شو او بيا يې جنازه پکتيا ته انتقال او د ګردېز اړوند په مهلن سيمه کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement