د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني کې د اوړو د تولید فابریکه جوړه شوه

غزني کې د اوړو د تولید فابریکه جوړه شوه

Oct 03, 2017 - 15:04

غزني ښار (پژواک، ١١ تله ٩٦): په غزني ښار کې يو سوداګر د اوړو د توليد يوه فابريکه جوړه کړې چې په کې درې سوه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

د دې فابريکې مسوول شاه محمد د تلې په يوولسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې فابريکې يې موخه په ارزانه بيه د وطني اوړو توليدول دي.

هغه وايي چې پر دې فابريکې ١،٢ ميليونه ډالر پانګونه کړې او په کې درې سوه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ غواړو چې د غزني په شمول ټول افغانستان ته په ارزانه بيه وطني وړه توليد کړو او هر وخت کوښښ کوو چې وطني غنم واخلو څو زموږ خپل دهقان ته ګټه ورسېږي.))

د شاه محمد په وينا، اوسمهال يې د فابريکي د برېښنا چارې په جنراتورونو روان دي خو که چېرې غزني ته وارداتي برېښنا ورکړل شي نو دې فابريکي ته به پراختيا ورکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه فابريکه د ورځې ١٢٠ ټنه وړه توليدوي او بازار کې اخيستونکي هم ډېر دي.

ده وويل چې د نورو هېوادونو په اوړو باندې په لاره کې وخت ډېر تېرېږي نو خپل کيفيت هم له لاسه ورکوي.

د دې فابريکې يوه کارکوونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې د ده په ګډون ګڼ شمېر نور کسان په دې فابريکه کې کار کوي.

هغه وايي: ((ډېر وخت کېده چې وزګاره وم، خو اوس ښه شو کار راته پيدا شو کولاى شم چې خپلې کورنۍ ته يو مړۍ حلاله ډوډۍ پيدا کړم.))

رحيم الله وايي چې د دغه شان فابريکو جوړېدل د امنيت په ټينګښت کې هم مثبت رول لوبولاى شي؛ ځکه ځوانانو ته د کار زمينه برابرېږي.

په غزني د اوړو يوه پلورونکي حاجي دادالله پژواک ته وويل چې د دې فابريکي له اوړو څخه خلک راضي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په بازار کې د نورو اوړو د يوې پنځوس کيلويي بورې بيه ٢٤٠٠ کلدارې (١٥١٢افغانۍ) ده خو د دې فابريکې د اوړو بيه بيا ٢٢٥٠ کلدارې (١٤١٧ افغانۍ) ده.

هغه زياته کړه: ((په بازار کې د پاکستان او تاجکستان اوړه هم شته دي خو خلک ترې شکايت کوي خو له دې اوړو څخه تر اوسه چا شکايت نه دى کړى.))

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې د لومړي ځل لپاره په غزني کې داسې يوه لويه فابريکه جوړه شوې ده.

ده وويل چې دغه شان فابريکي د امنيت په ټينګښت او د وزګارتيا په کمښت کې مهم رول لوبولاى شي.

د هغه په وينا د غزني چارواکي هڅه کوي چې سوداګر اړ کړي ترڅو په دې ولايت کې پانګونه وکړي.

خو بل لورته يو شمير سوداګر بيا وايي چې د امنيتي ستونزو، صنعتي پارکونو او اړينې بريښنا د نه شتون له امله نه شي کولاى په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement