د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د صادارتو د ملي سټراټېژۍ مسوده به ډېر ژر تصويب شي

د صادارتو د ملي سټراټېژۍ مسوده به ډېر ژر تصويب شي

Oct 04, 2017 - 20:05

کابل (پژواک، ١١ تله ٩٦): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، چې د صادراتو د ملي سټراټېژۍ مسوده به ډېر ژر د تصويب په موخه سترې اقتصادي شورا ته ولېږل شي.

د يادې خونې د عامل عمومي مشر عتيق الله نصرت، په هغه ناسته کې چې د صادراتو د ملي سټراټېژۍ د نهايي کېدو د مسودې په اړه پکې خبرې اترې وشوې، وويل چې دغه سټراټېژي اووه مياشتې وړاندې د سوداګرۍ او صنايعو، کرنې او مالدارۍ او د سوداګرۍ نړيوالې خونې له لوري په کابل کې د صادراتو د زياتولو او وارداتو د کمولو په موخه چمتو شوې ده.

د هغه په وينا، په نننۍ ناسته کې چې د خصوصي سکټور او اړونده ارګانونو مشران پکې شتون لري، د يادې سټراټېژۍ په اړه خبرې اترې او نظرغوښتنه کېږي او دغه سټراټېژي به له نننۍ ناستې وروسته د تصويب په موخه؛ سترې اقتصادي شورا ته ولېږل شي.

نوموړي له حکومت غوښتنه وکړه، څو د يادې سټراټېژۍ د تصويب او عملي کولو په برخه کې چې د هېواد د صادراتو او وارداتو د انډول رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي؛ جدي ګامونه پورته کړي.

د هغه په وينا، د صادراتي توکو د کيفيت کنټرول ادارې نه شتون، د توليداتو د کيفيت ټيټوالى، د بازار موندنې د کچې ټيټوالى، ټرانزيټي ستونزې او سوداګريز هوکړه ليکونه؛ په هېواد کې د صادراتو په وړاندې عمده ننګونې بلل کېږي.

نصرت په تېرو دريو کلونو کې په هېواد کې د صادراتو کچې د لوړولو په برخه کې د حکومت کړنې وستايلې او ويې ويل، چې د هوا له لارې هندوستان هېواد ته د ميوې لېږد؛ د صادراتو کچې د لوړاوي په برخه کې يو ښه پيل بلل کېږي.

د هغه په وينا، د کال له پيل راهيسې هندوستان ته د هوا له لارې ٧٠٠ ټنه تازه مېوه لېږل شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د صنايعو او سوداګرۍ د پراختيا معين فيروزخان، په نننۍ ناسته کې د سټراټېژۍ ترتيب او چمتو کول د صادراتو او وارداتو ترمنځ د انډول په برخه کې يوه سخته اړتيا وبلله.

هغه وويل، افغانستان تېر کال د ٥٠٠ مليون ډالرو په ارزښت صادرات، خو په ملياردونو ډالرو واردات درلودل، چې دا اندازه توپير د هېواد پر اقتصاد سخت منفي اغېز کړى دى.

نوموړي، د نن ورځې له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې د سوداګرۍ او صنعت په ډګر کې شته ننګونو نومونه ذکر او د سټراټېژۍ د لا غني کولو په موخه خپل وړانديزونه ورکړي.

په دغه ناسته کې د سوداګرۍ نړيوال مرکز (ITC) ستر سلاکار ايريک باچوت (Eric Buchot) وويل، چې دغه سټراټېژي له نړيوالو معيارونه سره سمه جوړه شوې او پکې په افغانستان کې د پانګونې شته امکانات، اړتياوې او ستونزې په پام کې نيول شوې دي.

نوموړي دغه سټراټېژي، يو بې مثاله سند وباله او ويې ويل، چې بايد د دغه سند له تصويب، ملاتړ، عملي کولو په جدي توګه څارنه وشي.

 

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement