د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غير رسمي رخصتيو د کابل ښاريانو لپاره نوى سر خوږى جوړ کړى

غير رسمي رخصتيو د کابل ښاريانو لپاره نوى سر خوږى جوړ کړى

Oct 04, 2017 - 18:55

 کابل(پژواک،١٢تله٩٦): يوشمېر هېوادوال وايي چې له رسمي رخصتيو پرته د نورو رخصتيو اعلان د وخت ضايع کېدو، د اداري کارونو شاته پاتې کېدو او د خلکو لپاره د ستونزو رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.

د هېواد د کليزې له مخې، په کال کې د خلکو او مختلفو ادارو لپاره ١٢٠ ورځې(څلور مياشتې) رخصتي په پام کې نيول شوې ده؛ خو د کليزې له رخصتيو پرته نورې رخصتۍ هغه موضوع ده چې په دې وروستيو کې د حکومت له خوا  د ښار په کچه د امنيتي دلايلو له امله د ګڼې ګوڼې د مخنيوي لپاره اعلانېږي.

 د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت له خوا پرون اعلان وشو چې سبا "د تلې ١٢مه" د (SOM)د لوړ پوړي پلاوي د درېيمې ناستې، د ډاډمنو امنيتي تدابيرو، له مېلمنو څخه د ښه هرکلي  او د ترافيکي ګڼې ګوڼې د مخنيوي لپاره يوازې په کابل ښار کې رخصتي ده.

د راپورونو له مخې، دغه غونډه د ولسمشر محمد اشرف غني په شتون او د ماليې وزير اکليل حکيمي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تداماچي ياماماتو تر ګډې مشرۍ لاندې او له ٤٠ډېرو هېوادونو، نړيوالو مرستندويانو، د ملګرو ملتونو سازمان د غيردولتي موسسو استازو، د افغانستان د کابينې غړو، د خپلواکو دولتي ارګانونو مشرانو، د ملي شورا، مدني ټولنې او خصوصي سکتور غړو په ګډون ترسره کيږي.

نن په کابل ښار کې د دغې غونډې لپاره سخت امنيتي تدابېر نيول شوي او يوشمېر واټونه د ترافيکو پر مخ بند دي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه او عام خلک داډول رخصتۍ د خلکو او د هېواد د سوداګرۍ پر زيان ګڼي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې وياند صيام الدين پسرلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هرې ورځې رخصتۍ له امله خصوصي سکتور ته کابو دوه ميليون ډالره زيان اوړي.

د کابل ښار يوه اوسېدونکي، غلام رباني سخي وويل چې افغانستان د هغو هېوادونو له جملې څخه دى چې ډېرې رختصۍ لري او " د لوړ پوړو چارواکو د غونډه"،" رکا" او "اسيا زړه" په شان مناسبتونو په اړه د رخصتيو اعلان د اداري، اقتصادي او ټولنيزو کارونو د ځوړتيا لامل ګرځي.

 

نوموړي وويل چې د حکومت له خوا د دغو رخصتيو په اعلانېدو سره، سوداګرو ته ډېر اقتصادي زيانونه اوړي؛ دا چې په کابل کې نن چهارشنبې څخه تر جمعې پورې درې ورځې رخصتي ده او د اوونۍ دوه لومړۍ ورځې( شنبه او يکشنبه) په ګاونډيو هېوادونو کې رخصتي ده ، نو د هغوى د سوداګريزو چارو د بندېدو لامل ګرځي.

د هغه په وينا، دغه رخصتۍ چې د ياد شويو مهمو غونډو د ترسره کېدو لپاره سخت امنيتي تدابير او د واټونو بندېدل له ځان سره لري، په مختلفو ادارو کې د خلکو د کارونو د نيمګړو پاتې کېدو او سرګردانۍ لامل ګرځي چې له دې امله ډېر ضرر کابل ښاريانو ته اوړي.

نوموړي دغه راز زياته کړه، هغه هېواد وال چې د اداري کارونو د ترسره کېدو او د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره له ولايتونو څخه کابل ته راځي، د خراب اقتصادي وضعيت له امله اړ دي چې تر شنبې پورې منتظر پاتې شي.

اووه کلن بهير چې نوى ښوونځي ته تللى او د استقلال ليسې د لومړي ټولګي زده کونکى دى، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې هره ورځ په مينې سره ښوونځي ته ځي څو يوشى زده کړي.

هغه په داسې حال کې چې په ده افغانانو کې له خپل کور سره نږدې، له خپلو همزولو سره لوبې کولې، زياته يې کړه:" نن سهار ښوونځي ته د تګ لپاره چمتو شوم چې له ټولګيوالو سره مې درس ووايم؛ خو پلار مې وويل چې نن رخصتي ده. "

د بلخ ولايت د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکي محمد ادريس کريمي چې له مزار شريف څخه  کابل ته د متقاعدينو د خزانې رياست ته يې د خپل پلار د تقاعد د اسنادو د اداري کارونو د حل په موخه راغلى ، وويل چې دوه اوونۍ وړاندې کابل ته راغلى و؛ خو کارونه يې نيمګړي پاتې شول او د ياد شوې ادارې چارواکو دى د تلې په ١١مه د سه شنبې په ورځ بيا کابل ته ور بللى و.

نوموړي زياته کړه:" پرون مې د پلار د اسنادو يوه برخه طى مراحل شوه او د اړونده برخې مسوول راته وويل چې سبا دې کارونه خلاصېږي؛ خو کله چې دغه اتاق ته راغلم د کار او ټولنيزو چارو وزارت يوه اطلاعيه  چې د پژواک خبري اژانس د پاڼې له لارې خپره شوې وه،ومې لوستله چې چهار شنبه رخصتي ده. "

ادريس چې د خپل کور يوازينى زوى او نفقه ګټونکى دى وويل چې په کابل کې يې شتون، سربېره پردې چې غير اقتصادي دى، دى له لا بدو شرايطو سره مخ کوي؛ ځکه د ناروغ پلار ساتنه يې هم د ده پرغاړه ده.

د کابل ښار د يوه ښوونځي ښوونکې طوبا تاييد کړه چې په تعليمي کال کې د رخصتيو له امله خپل درسي پروګرام په ښه توګه پاى ته نه شي رسولى.

هغې وويل:"  تېر کال مې شاګردانو ته د هر درسي کتاب نيمايي برخه تدريس کړه؛ په داسې حال کې چې د ښوونځي دادارې له خوا مخکې له مخکې جوړ شوي پروګرام سره سم، بايد شاګردانو ته د کابو تر اتيا سلنه ډېره برخه تدريس شوې واى. "

 د کابل پوهنتون استاد احمد ضياء رفعت هم  ناڅاپي  رخصتۍ د هېواد والو پر زيان وبللې.

رفعت زياته کړه چې خلک د هغو رخصتيو لپاره چې په کليزه کې شاملې دي، چمتوالى لري او خپل کاري پروګرامونه  له  دغو رخصتيو سره سم برابروي؛ خو ناڅاپي  رخصتۍ د کابل ښاريانو لپاره اقتصادي زيان رسوي، د خلکو کاري پلانونه ګډوډوي او د ښوونځيو درسي پروګرام له ستونزو سره مخ کېږي.

 خو نوموړي وويل چې په هېواد په ځانګړې توګه کابل کې شته ترخه وضعيت ته په پام سره د حکومت ستونزه هم بايد له پامه ونه غورځول شي.

رفعت د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې دا ډول ډېرې رخصتۍ د نړيوالو غونډو د جوړېدو او يا د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره اعلانېږي، چې عامه ګټې په کې مطرح دي.

 يو کال چې ٣٦٦ورځې دى، ٥٢ورځې يې د ټولو مسلمانانو لپاره عمومي رخصتۍ او جمعې دي؛ خو ٥٢نورې ورځې چې پنج شنبې دي، په کابل کې د ترافيکو د ګڼې ګوڼې له مخې، له څو کلونو راهيسې  رخصتي وي.

 دغه راز د دوديزو، مذهبي او سياسي ورځو نمانځل د افغانستان د رختصيو يوه بله برخه جوړوي چې د نوي کال د وري مياشتې لومړۍ او دويمه ورځ د نوي کال او بزګر ورځ؛ د روژې مياشتې لومړۍ ورځ، د کوچني اختر درې لومړۍ ورځې، د لوى اختر څلور ورځې، د محرم الحرام لسمه، د ميلاد النبي(ص) يوه ورځ، د غويي اتمه( د مجاهدينو د بري ورځ)  د هېواد د خپلواکۍ ورځ( د زمري ٢٨مه) د احمدشاه مسعود ترور(د تلې ١٨مه) او له افغانستان څخه د پخواني شوروي د سره پوځ د وتلو او ماتې ورځ( د سلواغې ٢٦مه) رخصت دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement