د ننګرهار د زيتونو باغونو د حاصلاتو د پروسس فابريکه بېرته فعاله شوه
د ننګرهار د زيتونو باغونو د حاصلاتو د پروسس فابريکه بېرته فعاله شوه
جلال اباد (پژواک،۲۰ لړم ۹۶): د ننګرهار د زيتونو باغونو د حاصلاتو د پروسس فابريکې تر درې کلن ځنډ وروسته بيا فعاليت پيل وکړ، چې سږ به له کابو ١٢ سوه ټنو څخه تېل او اچار توليد کړي.
د زیتونو د پروسس دا دولتي فابريکه شاوخوا ۳۳ کاله وړاندې د روسانو له خوا جوړه شوې وه؛ خو د وخت په تېرېدو يې اوس ډېر وسايل بيا ترميم ته اړتيا لري.
دې فابريکې درې کاله وړاندې په لږه اندازه توليدات درلودل، خو په تېرو درېيو کلونو کې د زيتونو د حاصلاتو د نشتوالي له امله يې هيڅ توليد نه درلوده.
خو سږکال د زيتونو د حاصلاتو ډېروالي د دغې فابريکې بيا فعاليت ته زمينه برابره کړې او د مسوولينو په وينا، د کورنيو انجنيرانو او فني کارګرانو په مرستې يې فابريکه دومره کړې، چې د سږنيو حاصلاتو پروسس وکړي.
د لړم په ۲۰مه د ننګرهار والي،د ولايتي شورا غړو او د ننګرهار کانال رئيس له يادې فابريکې ليدنه وکړه او د مسوولينو ستونزې يې واورېدې.
د زيتونو د پروسس فابريکې امر انجنير محمد موسی عيسی زی وایي، سږکال ورته د پروسس په خاطر ۱۲۰۰ ټنه زيتون د تېلو د توليد او ۳۵ ټنه نور يې د اچارو د توليد په خاطر ور وړل شوي دي.
نوموړي وويل، يادې فابريکې کلونه وړاندې د ۲۵۰ اناثو په ګډون ۲۵۰۰ کارکوونکي او مامورين درلودل؛ خو اوس دغه شمېره د شپږو مېرمنو په ګډون ۶۰ تنو ته راټيټه شوې ده.
هغه غوښتنه وکړه چې د يادې فابريکې د بيارغونې او فني کارګرانو د زياتوالي برخې ته دې توجه زياته شي، څو د زيتونو د تېلو او اچارو توليدات ورسره زيات شي.
د ننګرهار د کانال رئيس غلام حضرت عبدالرحيمزی د کارګرانو د کموالي ستونزه مني؛ خو وايي، فابريکه اوس دومره شوې چې د فارمونو ټول حاصلات پروسس کړي.
هغه وويل، د کارګرو کمښت به سږکال يوه اندازه زيتون له راټولولو څخه پاتې کړي؛ خو وايي، راتلونکي کال ته يې په نوو لارو چارو غور روان دی.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر د يادې فابريکې د چارو د لا ښه والي او د زيتونو او کورنيو توليداتو د زياتوالي په خاطر دغې فابريکې ته د امنيت او کارګرو د ډېروالي غوښتنه وکړه.
هغه وويل، که د فابريکې امنيت تامين شي او کارګر يې زيات شي؛ نو توليدات يې ورسره هم زياتېدلای شي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل چې د دې فابريکې له چارو يې ليدنه کوله، له رسنيو سره په خبرو کې وويل، سږکال هم د زيتونو د راټولوونکو کارګرانو د ستونزې حل په خاطر اجيران نیول شوي و او د راتلونکي کال لپاره به يې د رسمي کارمندانو زياتوالي لپاره هڅې وکړي.
هغه د زيتونو توليدات د هېواد د اقتصادي ښه والي لپاره يوه ښه سرچينه ياده کړه او له خلکو يې وغوښتل، چې د دغو توليداتو په اخيستو سره خپل کورني توليدات او اقتصاد پیاوړي کړي.
د ننګرهار د زيتونو فابريکې توليدات چې کلونه وړاندې به بهرنيو هېوادونو ته هم تلل، د څو لسيزو جګړو له امله يې باغونو حاصلات کم کړي؛ نو ځکه يې توليدات هم کم رنګه شوي او يواځې په جلال اباد ښار کې موندل کېږي.
ورته راپورونه:
Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.
نظر ورکړئ