د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په افغانستان کې جنرال پټروليم (جي پي) خپله مرکزي څانګه پرانیسته

په افغانستان کې جنرال پټروليم (جي پي) خپله مرکزي څانګه پرانیسته

Nov 17, 2017 - 15:59

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۹۶ ) د نړۍ په کچه تر ټولو لوى افغاني شرکت جنرال پټروليم (GP) خپله مرکزي څانګه په رسمي ډول په کابل کې پرانېستله.

ددې څانګې د پرانېستلو په مراسمو کې یو شمېر دولتي چارواکو، سوداګرو او د یاد شرکت مسوولینو برخه اخیستې وه.

په افغانستان کې ددې شرکت استازي عبدالعزیز ګردیوال وویل، چې د دوی شرکت د نړۍ په ۴۵ هېوادونو کې فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه، دوی له ډېرو کلونو راهیسې په افغانستان کې پانګونه کړې او فعالیت یې کاوه، خو په دې وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې کارونه کم رنګه شوي وو.

نوموړي وویل،له تېرو څو میاشتو راهیسې یې په افغانستان کې یو ځل بیا فعالیتونه پیل کړي او اوس یې په کابل کې خپله رسمي څانګه پرانېستله.
عزيز ګردیوال وویل: "جي پي کمپنۍ ژمنه ده چې په ټول افغانستان کې خپل لوړ کیفیته محصولات او خدمات وړاندې کړي".

نوموړی وایي، د دې ترڅنګ په افغانستان کې په سپورټي، تعلیمي اوټولنیزو برخو کې پراخه ونډه اخلي .

د هغه په وینا، د افغانستان په شپږیزو سیالیو کې یې د کابل بازان لوبډله اخیستې وه، دغه راز یې د کرکټ او نورو لوبو په سیالیو کې هم مالي مرستې کړې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement