د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې د ډېزل تېلو او بورې بيې لوړې شوې دي

په کابل کې د ډېزل تېلو او بورې بيې لوړې شوې دي

Nov 18, 2017 - 15:03

کابل (پژواک، ٢٠ لړم ٩٦): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د ډېزل تېلو او بورې بيې لوړې شوې، خو د نورو لومړنيو توکو بيې په خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د يوه لېتر ډېزل تېلو بيه په نړيوالو بازارونو کې د بيو لوړېدو په سبب  له ٤٧ نه ٤٨ افغانيو ته لوړه شوې ده.

خو نوموړى وايي چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه لېتر پټرول تېلو بيه ٤٦ افغانۍ ده.

د لرګيو او اوبلن ګاز په بيو کې بدلون نه دى راغلى.

دغه راز د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه ګاز پلورونکي شريف احمد وويل چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه ٦٠ افغانۍ ده.

د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي وويل چې نن د تېرې شنبې په څېر د يو خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه ۷۱۰۰ افغانۍ او د يو خروار ارچې بيه ٦٨٠٠ افغانۍ ده.

د خوراکي توکو له ډلې د بورې بيه لوړه شوې ده.

دغه راز د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې پلور بيه له ١٨٠٠ نه ١٨٥٠افغانيو ته لوړه شوې چې لامل يې په پاکستان کې د بيې لوړېدل دي.

خو نوموړي وويل چې نن هم د تېرو اوو ورځو په څېر د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه ١٨٥٠ افغانۍ ده. د پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړو عمده پلور بيه له ١٢٠٠افغانۍ او  د ١٦ لېتره خورشيد غوړيو عمده پلور بيه ١٠٧٠ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل په منډوي کې يوه چاى پلورونکي نوراحمد خيرخواه وويل چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى بيه ٢٨٠ افغانۍ  او د يوه کيلوګرام تور افريقايي چاى بيه ٣٠٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر خوراکي توکو پرچون پلوربيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار په دهن باغ سيمه کې د خوراکي توکو پلورونکي احمدولي پنجشېري وويل چې نن د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره په ٢٠٠٠ افغانۍ، ١٦ لېتره خورشيد غوړي په ١٢٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړه په ١٣٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجې په ٢١٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى په ٣٠٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى په ٣٥٠ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو بيې هم پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې د يوه زرګر حاجي فواد احمد صالحزاده په وينا، نن د تېرې شنبې په څېر د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٣٠٠ افغانۍ او د ٥٨٥ عيار يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٨٥٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار په شهزاده سراى کې د صداقت صرافۍ د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٨٦،٧٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٣٧ افغانۍ دى.

د لړم مياشتې په ٢٠مه نېټه  يو امريکايي ډالر په  ٦٨،٦٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٦٣٨ افغانۍ تبادله کېدلې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement