د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار خوږیاڼو کې دطالب او داعش وسله والو ترمنځ نښته پیل شوې

د ننګرهار خوږیاڼو کې دطالب او داعش وسله والو ترمنځ نښته پیل شوې

Nov 24, 2017 - 17:34

جلال اباد (پژواک، ۳ لیندۍ ۹۶): د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهیسې د داعش او طالبانو وسله والو ترمنځ نښته پیل شوې ده.

راپورونه وايي، تر اوسه پورې د پیره خیلو اړوند شاړو مورګۍ،انګور، شيرین ، ظابت قلعه او دوه نور کلي داعش له وسله والو طالبانو نیولي.
د ننګرهار د والي ویاند  خوږیانو وزیرو د پیره خیلو سیمې په مربوطاتو کې د داعش او  وسله وال طالبانو ترمنځ جګړه تائیدوي،خو د نیول شوو سیمو او اوښتې مرګ ژوبلې په اړه نا خبري ښایي .
عطاالله خوږياڼي پژواک سره د خبرو پر مهال بې ځایه شوو کورنیو ته د مرستو رسولو او د دواړو مخالفو ډلو د ځپلو په برخه کې د خپلو تدابیرو له نیولو څخه هم خبر ورکړ.
خو يوې بلې باوري سرچېنې د نوم نه خپراوي په شرط پژواک ته وويل، د خوږیاڼو ولسوالۍ د پېره خیلو په سیمه کې له تېرې شپې راهیسې د داعش او وسله وال طالبانو ترمنځ جګړې جریان لري.
تر اوسه پورې د پیره خیلو اړوند شاړو مورګۍ،انګور، شرین ، ظابت قلعه او دوه نور کلي داعش له وسله والو طالبانو نیولي.
 سرچينې زياته کړه د جګړې له امله یو طالب وژل شوی او دوه ټپیان دي،همدا راز دوه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې دداعشیانو تلفات معلوم ندي ،خو تر شلو زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي دي .
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement