د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان پر سر ناندرۍ روانې دي

د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان پر سر ناندرۍ روانې دي

Nov 25, 2017 - 17:00

جلال اباد (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۶):  د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو په يوه غونډه کې له دولت څخه وغوښتل چې د دې ولسوالۍ د سيمه یيزو پوليسو د نوي قوماندان په تړاو لېږلی مکتوب دې پلی کړي.

دوی وايي، د نوي مکتوب له مخې پخوانی قوماندان شيخ اکرم له دندې ګوښه او پر ځای يې د ملک جاوېد په نوم بل کس د سيمه ييزو پوليسو د نوي قوماندان په توګه پېژندل شوی دی.

که څه هم د تېرې پنجشنبې په ورځ د ښېوې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو په جلال اباد ښار کې د يوه  لاريون په ترڅ کې د پخواني قوماندان شيخ اکرم په ملاتړ لاريون کړی و، خو يوه ورځ وروسته د دې ولسوالۍ ځينو نورو اوسېدونکو د نوي قوماندان ملاتړ اعلان کړ.

د ښېوې ولسوالۍ د شګې سيمې يو شمېر اوسېدونکو د جمعې په ورځ د يوې غونډې پر مهال غوښتنه وکړه چې ولايتي اداره دې د نوي قوماندان په تړاو لېږلی مکتوب عملي کړي.

د غونډې يو ګډونوال او قومي مشر ملک تصور وويل، که حکومت له خپل مکتوب نه دفاع نه شي کولی نو ولې يې رالېږلی؟ او که يې کولی شي نو بايد ملک جاوېد د سيمه ييزو پوليسو د نوي قوماندان په توګه پر دنده وګومارل شي.

د حاجي اشرف په نوم د غونډې يو بل ګډونوال اندېښنه وښوده چې که شيخ اکرم بيا واک ته ورسېږي نو ورسره به د سيمې امنيت لا خراب شي.

دی هم ټينګار کوي چې حکومت او په ځانګړې توګه ولايتي اداره دې د ملک جاوېد په اړه له خپل مکتوب څخه دفاع وکړي او هغه دې پلی کړي.

ملک جاوېد چې دغه غونډه يې په ملاتړ جوړه شوې وه او تازه د سيمه ييزو د قوماندان په توګه ټاکل شوی، هم غوښتنه کوي چې بايد ورته ورکړل شوې دندې وسپارل شي.

دی وايي، شيخ اکرم د يوه کال لپاره ټاکل شوی و او د زورواکانو په مټ يې اته کاله قومانداني وکړه، اوس نو بايد نوموړی له دې دندې لرې کړای شي او د ده په تړاو لېږل شوی مکتوب دې پلی شي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، ولايتي اداره هڅه کوي چې په ښېوې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان په تړاو رامنځته شوې ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په دې اړه به د ولسونو د غوښتنې برابر او د ولس پر خير پرېکړه کېږي او هغه شخص به ټاکل کېږي چې ټول ولس پرې رضايت ولري.

په ښېوې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان پر سر ناندرۍ وروسته له هغه پيل شوې چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې يوې ډلې خلکو جلال اباد ښار کې د پخواني قوماندان شيخ اکرم پر ضد لاريون وکړ.

تر دغه لاريون وروسته کورنيو چارو وزارت شيخ اکرم له دندې ګوښه کړ او پر ځای يې ملک جاوېد وټاکه خو تر اوسه ملک جاوېد خپله دنده لا نه ده پيل کړې.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement