د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د نيمروز د خاشرود ولسوال ووژل شو

د نيمروز د خاشرود ولسوال ووژل شو

Nov 25, 2017 - 17:03

زرنج (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٦) : د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ ولسوال د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له  اخيستو يې ډډه کوله، د ليندۍ په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه نن مازيګر ناوخته د يادې ولسوالۍ د مرکز په شپږ کيلو مترۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړه، د خاشرود ولسوال محمد هاشم نورزى د ولايت له مرکز څخه د ولسوالۍ پر لوري روان و  چې په لاره کې يې پر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه.

دغې امنيتي سرچينې وويل چې په دې چاودنه کې ولسوال وژل شوى او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، وسله والو په لاره کې ولسوال ته کمين هم نيولى و، که له چاودنې  روغ وتلى واى، نو په کمين کې به يې له منځه وړ .

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement