د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"په درې کلونوکې له ٤١زره ډېرې پراختيايي پروژې پلې شوې دي"

"په درې کلونوکې له ٤١زره ډېرې پراختيايي پروژې پلې شوې دي"

Nov 25, 2017 - 17:21

کابل(پژواک،٤ليندۍ٩٦): د کليو پراختيا او بيا جوړونې وزارت په وروسيتو درېيو کلونو کې  له ٤١زره ډېرې پراختيايي پروژې تطبيق کړې او دغو پروژو ١٢.٤ميليون کليوالو ته پراختيايي خدمتونه برابر کړي دي.

د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت وياند اکبر رستمي په کابل کې يوې خبري غونډې ته د خبروپرمهمال د راتلونکي کال په اړه د يو پر درېيمه افغانانو د خوش بينۍ څرګندولو په اړه د اسيا بنسټ د نظر پوښتنې له راپور څخه د هرکلي په ترڅ کې دغه مطلب بيان کړ.

هغه ددې پروژو په اړه د ډېرو جزييانو له ورکولو پرته وويل چې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت په روان کال کې له ياد شويو پروژو څخه، په ٢٢٥ولسواليو کې ٧٩٢پروژې ګټې اخيستنې ته سپارلې دي.

رستمي چې ددغه وزارت د شاوخوا درې کلونو کړنې يې بيانولې زياته يې کړه:" په ټول هېواد کې ١٥٠٢نورې پروژې د عملي کېدو په حال کې دي چې د ځينو برخو د عملي کېدو کار يې د مالي کال تر ختمېدو پورې، پاى رسېږي."

ددغه وزارت د بوديجې د لګښت په اړه د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت وياند وويل:" په داسې حال کې چې د مالي کال ٢٦ورځې پاتې دي، د انکشافي بوديجې له ٢٧٢ميليون ډالرو څخه ٧٨سلنه مصرف شوې چې ٦١سلنه لګښت په ماليې وزارت کې ثبت شوى او ١٧سلنه نور په دغه وزارت کې د ثبتېدو په حال کې دى. "

رستمي دغه راز د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت د ولسي تړون پروګرام په اړه وويل:" ولسي تړون، افغانستان شموله او د نسلونو تړون دى او د ملي يووالي حکومت په پام کې لري چې په   دې پروګرام سره په راتلونکو کلونو کې په ټول افغانستان کې د خدمتونو او ژوند کچه لوړه کړي، همدا اوس سره له دې چې د کار د پيل لومړى کال يې دى، پر هېواد والو يې له ٤٠ميليون ډالرو ډېره پانګونه کړې او  پر سلو کليو کې ددغې ملي پروژې د انکشافي پروګرام  عملي کېدو ته چمتو دى."

د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت وياند زياته کړه چې يادشوي وزارت د شته ننګونو او سختيو سره سره،د کليوالو د وضعيت د ښه کېدو لپاره کار کوي او د اسيا بنسټ هم په خپل نظر پوښتنه کې د راتلونکي کال په اړه د خلکو د خوش بينۍ واقعيت منعکس کړى دى.

هغه وويل، د ولسي تړون پروګرام هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې دوه زره کلي تر پوښښ لاندې ونيسي او همد اوس ددغې ملي پروژې له خوا په  ١٢٠٠کليو کې د پراختيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کاره د پېلېدو لومړني کارونه بشپړ شوي دي.

رستمي دغه راز  وويل چې په راتلونکي کال کې د ولسي تړون لپاره ١٧١ميليون ډالر په پام کې نيول شوي چې ددغه پروګرام د انکشافي پروژو د تطبيق په سيمو کې به د خلکو د ژوند کچې د لوړېدو لامل شي.

هغه دغه راز زياته کړه چې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت د غوره ښوونې لپاره د زمينو برابرېدو لپاره د همکارۍ په موخه د ٥٠٠ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړې دي.

هغه زياته کړه چې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت په څه باندې درې کلونو کې ٥٦زره کيلومتره سړکونه جوړ کړي او له دې لارې ٦٠سلنه کليوالو ترانسپورټي خدمتونو ته لاس رسى پيدا کړى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement