د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بادغيس کې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

بادغيس کې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

Nov 27, 2017 - 10:28

قلعه نو (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٦): د بادغيس په مقر او بالامرغاب ولسواليو کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو په نښتو کې دوه پوليس او دوه طالبان وژل شوي او له دواړو لوريو شپږ تنه ټپيان دي.

د دغه ولايت د مقر ولسوالۍ امنيه قوماندان محمداسماعيل پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په اندري سيمه کې د پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړ.

دى وايي چې په دې بريد کې دوه پوليس او دوه طالبان وژل شوي او يو پوليس او يو طالب ټپيان دي.

دغه راز هغه وويل چې د پوستې يو ار پي جي ٧ راکټ، يوه ماشينګڼه او څو ميله سپکې وسلې طالبانو له ځان سره وړي دي.

د يو بل خبر له مخې، د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د دغه ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ په موريچاق سيمه کې هم پر سرحدي ځواکونو بريد کړى دى.

د بادغيس د ولايتي شورا مشر عزيز بېک وايي، په دغه بريد کې له سرحدي ځواکونو څخه پنځه تنه ټپيان دي.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement